اس??ام آباد۔16دسمبر (اے پی پی) غزه او فلسطين سره د ت??لق لرونكو د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيكل پوهنتون زده كوؤنكو 51 كسيزه پلاوي د سينيټ غونډې كارروائي وكتله۔ د ګل په ورځ د سېنېټ غونډه كښې د سېنېټ چيئرمېن ايوان ته ووئيل چې غزه او فلسطين سره د ت??لق لرونكو د شهيد ذوالفقار علي بھټو ميډيكل پوهنتون زده كوؤنكو 51 كسيزه پلاوې د مېلمنو په ګېلرۍ كښې موجود دے۔ په دې غړو مېزونه ډبولو سره پلاوي ته هركلې ووې۔ په دې موقعه د سېنېټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل دې ايوان فلسطيني اولس سره د يو يوالي څرګندونې له او د اسرائيلي ظلمونو په ضد د غندنې قرارداد منظور كړے ؤ۔ ده ووئيل د خپلواكۍ حق ترلاسه كولو له به د فلسطيني اولس سياسي او اخلاقي ملاتړ روان ساتؤ۔ په دې موقعه وفاقي وزير اعظم نذير تارړ ووئيل د اسرائیلی پوځ لخوا روان جارحيت او د فلسطيني اولس نسل وژنه د غندنې وړ ده۔ ده ووئيل دا مهال 162 فلسطینی زده كوؤنكي په پاكستان كښې د طب زدكړې ترلاسه كوي دغسې چې هغوي بېرته تللو سره د خپل اولس خذمت وكړے شي۔ ده ووئيل دې زدكوؤنكو ته د زدكړو وېړيا آسانۍ وركولې شي ?? دا پروګرام به پراخا كولې شي دغسې چې زيات نه زيات فلسطيني زدكوؤنكي طبي زدكړو سره سره په نورو څانګو كښې هم زدكړې ترلاسه كړې شي۔
Nguồn bài viết : VR Xổ Số